IQNA

 مقاومت ته له سپکاوي وروسته د MBC چینل د خبرمدیرڅنګةکړائ شو

13:53 - October 29, 2024
د خبر لمبر: 3490078
ایکنا – د مقاومتي چورلیز قوماندانانو په باب د MBC رسانئ له سپکاوي کونکي راپور وروسته د MBC سعودي رسنیزې ډلې د دوي د خبر مدیر څنګة کړو.

ایکنانیوز  دعربی ۲۱ له قوله راپور راکړی، په  MBC رسندوئي چینل کې سرچینو ایشوا کړې د چې  ددغې ډلې د خبرونو مدیر مساعد الثبیتي  د هغه جنجالي راپور په دلیل چې د مقاومتي چورلیز پر قوماندانانو ئې د خولې یرغل کړی او  هغوي ئې په ترهه ګرۍ تورن کړل ، څنګةکړئ شوی دی.

د سعودي عربستان دغې رسانئ  ؛له ترهه ګرو د ژغورنې زریزې ؛ په عنوان سره  یو جنجالی راپور خپور کړی چې  د اسلامی غورځنګونو  ترټولو غوره رهبرانو په باب چې  له ۲۰۰۰ کاله وروسته شهیدان شوي دي، ارزونې کړي دي.

ددغې رسانئ دخبرونو مسئول مساعد الثبیتي  په یولړ څرګندونو کې تائيد کړې  چې ددغه کار مسئولیّت د هغه په غاړه  دی.

د؛  له ترهه ګرو څځه د ژغورنې زیریزې ؛ په نامې سره راپور په MBC چینل کې له خپریدا وروسته ډير جنجالونه راپورته کړل او سبب شو په عراق ې دارتباطاتو او رسندوئي اداره  په دغه هیواد کې ددغه  چینل د فعالیت مجوز لغوه کړي.

 دغه اقدام د مقاومتي چورلیز د قوماندانو له ترهه ګر بللو په نسبت  د اعتراض کونکو دغوسې  له څپې وروسته  او  ددغه چینل په مرکز په حملې پسې شوی دی.

دسعودي دغه رسانۍ د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید یحیی السنوار  په ضد د یولړ تورونو په مطرح کولو سره ، هغه د خانس یونس قصاب  بللی او  هغه ئې  هغ ترټولو وروستی کس بللی چې  نړۍ ئې له شره خلاصه شوې ده.

په دغه راپور کې د حزب الله غورځنګ شهید شو قوماندانانو او د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک د وخت قوماندان  شهید جنرال قاسم سلیماني هم سپکاوی شوی ؤ.

د فلسطین حماس غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ده راپور په سخته محکوم کړی  او دا ئې د زیّړې خبریالۍ  محصول او پنځمه ستنې  بللی او ددغه  چینل له مدیریّته ئې غوښتي چې فوري دې خپل دغه غیرحرفه وي اقدام بیرته واخلي او له ټولنیزو چینلونو دې دغه راپور حذف کړي او په دې باب دې بخښنه وغواړي،ځکه دغه راپور د هغو قوماندانانو او مقاومت سپکاوی کړی دی چې خپله وینه ئې د فلسطین او د الاقصی جومات دآزادولو لپاره ورکړې ده.

په دغې اعلامیې کې همداراز ددغې رسانۍ د هغه کړچار د اصلاح غوښته هم شوې چې د نیواکګرانو له ایجنډا سره سمون خوری او هغو جرمونو او وحشي ډوله جنایتونو ته چې د فلسطین د ملت په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم  په وسله ترسره کیږي، هیڅ توجه نه کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4244899

captcha